کندهار: د یوه کور دېوال نړیدو ۳ تنه مړه کړي

د کندهار اړوند یو پخوانی انځور

د کندهار ښار په نهمه ناحیه کې د یوه کور د دیوال د چپه کېدو له امله، تېره شپه په پېښه کې د یوې کورنۍ ۳ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت امنیه قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دغه پېښه د نهمي حوزې د تیرې اډې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په مړو کې یو نارینه، یوه ښځه او یو ماشوم شامل دي.

د طالبانو د اعلامیې له مخې، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي دي.

په وروستیو کې د افغانستان له مختلفو سیمو د ورته پېښو خبرونه ترلاسه شوي.