د طالبانو ضد وسله والې ډلې ملي مقاومت جبهې، د جمعې په ورځ په بدخشان کې د څلورو طالب بندیانو د خوشي کولو ادعا وکړه.
دغه جبهې پرون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې ځواکونو یې د پنجشنبې په شپه د بدخشان ولایت د جرم ولسوالۍ په فرغمانج سیمه کې د طالبانو څلور سرتېري ژوندي نیولي او د هغوی وسلې او مهمات یې ضبط کړي دي.
سرچینه زیاتوي، دغه طالب بندیان یې د سیمه ییزو مشرانو په منځګړیتوب خوشې کړي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو معمولاً د دوی خلاف د جنګي فعالیتونو موجودیت په کلکه ردوي.