برېتانیا ته تازه تللی افغان ځوان د کال غوره زده کوونکی شو

د برېتانیا بیرغ

به برېتانیاکې مېشت یو افغان کډوال، په یوه کالج کې د کال غوره زده کوونکی اعلان شوی دی.

پروېز امیر د هغو افغانو ځوانانو له ډلې دی، چې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته برېتانیا ته انتقال شو.

هغه په ورچیسټر شایر کې ژوند کوي.

۳۴ کلن پروېز چې نرس دی،له خپلې لور او مېرمن سره يې په برېتانیاکې نوی ژوند پیل کړی.

هغه د انګلیسې ژبې د زده کړې او د ژوند د چارو د سمبالښت لپاره د هارټ اف ورچیستر په نوم په یو کالج کې درس پیل کړی دی.