طالبان: اروپایي ټولنه دې د فشارونو پرځای د تعامل او تفاهم لاره غوره کړي

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد

طالبانو د اروپايي ټولنې د هغو بندېزونو پر وړاندې غبرګون ښودلی، چې د دوی د حکومت پر دریو چارواکو یې لګولي دي.

اروپايي ټولنې پرون د طالبانو د حکومت د پوهنې او عدلیې د وزارتونو او د سترې محکمې سرپرستان د جنسیت پربنسټ د تشدد په خاطر د بندېزونو په لېست کې شامل کړل.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن پر ټویټر لیکلي، چې دا بندېزونه د هېڅ لوري په ګټه نه دي.

ښاغلی مجاهد وايي د فشارونو او تحریمونو پر ځای باید له تعامل، ډیالوګ او تفاهم څخه کار واخېستل شي.

د یادونې وړ ده، چې اروپايي ټولنې په دې بندېزونو کې د مرکزي افریقا په جمهوریت، جنوبي سودان، روسیه او اوکراین کې هم ۱۵ نور افراد او پنځه موسسې په نښه کړي دي.