په نیمروز کې د اوبو کمښت ستونزه؛ لسګونه کورنۍ له کلیو کډه شوي

Your browser doesn’t support HTML5

نیمروز د افغانستان له هغو ولایتونو دی چې اوسېدونکي یې د اوبو له ډېر کمښت سره مخ دي. د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا، نه د څښاک او نه د کرنیزو اړتیاوو لپاره کافي اوبه لري نو له دې امله یې لسګونه کورنیو، خپلې سیمې پریښي او کډوال شوي دي.