د کابل مزدورکاران له ساعتونو انتظار وروسته " تش لاس" کورونو ته ستنېږي

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل مزدورکاران له ساعتونو انتظار وروسته " تش لاس" بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي. همایون حسیني هم له همدې ډلې دی. هغه ساعتونه- ساعتونه ولاړ وي، چې څوک یې مزدورۍ ته یوسي، خو وایي کار نه وي او لسګونه نورو مزدورانو غوندې " تش لاس" کور ته ستنېږي.