روسيې د اوکراین پر بندري ودانیو او د غلو پر ذخېرو بریدونه کړي

پر اودیسه ښار د روسي پوځ د بریدونو یوه څنډه

روسیې نن په دریمه پرله پسې ورځ هم د اوکراین پر جنوب هوایي بریدونه وکړل.

د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګه وایي، د نننیو بریدونو هدف د بندري سیمو تاسېسات او د غلو دانو ذخېرې دي.

خبر کې د محلي چارواکو په حواله راغلي، چې په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۲ تنه وژل شوي دي.

په میکولایف سیمه کې د دغه ښار د والي ویتالي کیم په وینا د ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۸ ملکیان د روسیې په تازه بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د اوکراین د انرژۍ وزارت ویلي، د روسیې په بریدونو کې شاوخوا ۶۰ زره ټنه غله له منځه تللې ده.