د طالبانو حکومت پاکستان ته: افغانان چا ته ضرر نه رسوي

د عکس ښي لور ته د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي او چپ لور ته د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی اصف درانی په کابل کې د لیدنې پر مهال.

طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې افغانان چا ته ضرر نه رسوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان په چارو کې د پاکستان له ځانګړي استازي اصف دراني سره په کتنه کې ویلي چې افغانان هیڅکله چا ته ضرر نه رسوي او طالبان به پرېنږدي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکارول شي.

دا خبرې د بهرنیو چارو وزارت ویاند قهار بلخي نن د جولای ۲۰مه پر ټویټر لیکلي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی پرون چهارشنبه کابل ته تللی دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ اعلان کړی و، اسلام اباد په ترهګریزو فعالیتونو کې د افغانانو په ګډون اندېښمن دی او باید په اړه يې اقدام وشي.

اسلام اباد دا هم ویلي و چې د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي ټي پي په افغانستان کې امن پټنځایونه لري او په ازادنه توګه فعالیت کوي.

تراوسه معلومه نه ده چې په دې کتنه کې پاکستاني لور څه غوښتنې مطرحه کړي دي.