معترضانو په بغداد کې د سویډن سفارت ته اور ورته کړ

په بغداد کې اعتراض کوونکو تر برید وروسته د سویډن سفارت ته اور ورته کړی دی.

په سویډن کې د قران کریم د سوځولو په اعتراض کې سلګونو کسانو نن سهار په بغداد کې د سویډن پر سفارت برید وکړ او سفارت ته یې اور ورته کړ.

د سویډن د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې اعلان کړی چې په بغداد کې د سفارت ټول کارکوونکي خوندي دي او دغه برید یې غندلی دی.

په بیان کې د عراقي چارواکو لخوا د ډیپلوماتیکو ماموریتونو د ساتنې په اړتیا ټینګار شوی.

په دې وروستیو کې یوه عراقي چې په سویډن کې اوسېږي قرآن کریم ته سپکاوی کړی او د هغې ځینې پاڼې یې سوځولي چې د اسلامي حکومتونو سخت غبرګونونه پارولي دي.