کرکټ؛ د اسیا د پنځوس اورونو د اتلولۍ مهالوېش اعلان شو

د افغانستان او سریلانکا لوبډلو ترمنځ د یوې مخکېنۍ لوبې انځور

د اسیا د کرکټ د پنځوس اورونو د اتلولۍ مهالوېش پرون اعلان شو.

د دې مهالوېش له مخې افغانستان له سریلانکا او بنګله‌دېش سره په ب ګروپ کې یوځای شوی دی.

په الف ګروپ کې هند، پاکستان او نیپال دي.

اسیایي جام لوبې د دغو شپږو ملي لوبډلو ترمنځ د اګست په دېرشمه پيلېږي، څلور لوبې به یې په پاکستان کې وشي او نهه پاتې به یې په سریلانکا کې وي.

د دې جام پایلوبه به د سپټمبر په ۱۹مه ترسره شي.