د ترکیې د سوداګرو یوې ټولنې په افغانستان کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

په افغانستان کې د برښنا یو سټېشن

د 'موسیات' په نوم د ترکیې د سوداګرو یوې ټولنې په افغانستان کې د برښنا د تولید په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

د دې ټولنې استازیو چایه باتمز او عمر ایلدریم د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو د اوبو او انرژي له سرپرست وزیر ملا عبدالطیف منصور سره د خبرو پر مهال وویل چې دوی غواړي په افغانستان کې له اوبو، ګازو او سکرو څخه برښنا تولید کړي، خو په دې برخه کې همکاري ته ضرورت لري.

د طالبانو د اوبو او انرژي وزارت وایي چې د دې کتنې پرمهال موافقه وشوه چې د دواړو لوریو تخنیکي ډلې به د دې پروژو په تړاو بیا بیا سره ګوري، خو نه د دې لیدنو کتنو وخت ټاکل شوی او نه هم ترکي لورې دا خبره توضیح کړې چې دوی څرنګه همکارۍ ته اړتیا لري.