د ګلبهار شرکت په ودانیو کې اور لګیدلی

د ګلبهار نساجي فابریکې لوحه

په کاپیسا کې، د ګلبهار نساجي شرکت دوه ودانۍ د اورلګیدنې له کبله نړیدلې دي.

د کاپېسا لپاره، د طالبانو حکومت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وایي، دغه دوه ودانۍ نن سهار لس بجې د برښنا د شارتي له کبله لګیدلي اور بشپړې ورانې کړې.

د فایز په خبره، په دغو ودانیو کې د هستوګنې ۱۷ کورونه و، چې په کرایه ورکړل شوي وو.

نوموړی وایي، اورلګیدنه کې د ودانیو تجهیزات هم سوځیدلي.

هغه، له کره ارقامو پرته وایي چې دروند مالي زیان یې پر ځای پریښی دی.