روسیې د تور سمندرګي له لارې د غله جاتو د صادراتو په اړه خبرداری ورکړ

د تور سمندرګي یوه څنډه

روسیې پرون سې شنبه د تور سمندرګي له لارې د غله جاتو د صادراتو د راتلونکي په اړه سپک خبرداری ورکړ.

دا وروسته له هغې چې مسکو د هغې کلیدي موافقې له تمدید ډډه وکړه، چې له مخې یې د اوکراین له بندرونو غله جات په خوندي ډول نورو ځایونو ته صادرېدل.

د دې موافقې موده تېره دوشنبه پای ته ورسېده.

د مسکو تر دغه خبرداري څو ساعته مخکې اوکراین وویل، د وړمې شپې پر مهال د روسیې حملې د اودیسه بندر تاسیسات زیانمن کړي دي.

دا بندر، د هغې موافقې له مخې چې د ملګرو ملتونو او ترکیې په منځګړیتوب ورباندې موافقه شوې وه، د غله جاتو د لېږد عمده دهلېز و.

د کرملین ویاند دمیتري پیسکوف پرون ویلي، له مناسب امنیتي ضمانت پرته په تور سمندرګي کې مشخص خطرونه سر اوچتوي.

هغه ویلي، که له روسیې پرته صادراتو ته د اجازې ورکولو لپاره نوې موافقه کېږي، نو دغه خطرونه هم باید له پامه ونه غورځول شي.