افغانستان بانک ۱۴ میلیونه ډالر لیلاموي

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان بانک

د افغانستان بانک چې د طالبانو په کنټرول کې دی، خبر ورکړی چې نن چهارشنبه ۱۴ میلیونه امریکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

دغه بانک پرون په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، چې سوداګریز بانکونه، صرافان او د پوي خدماتو وړاندې کولو شرکتونه کولی شي، په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

که څه هم د ډالرو په دغه ډول لیلام سره د نورو اسعارو په وړاندې د افغانیو ارزښت تر یوه حده ثابت ساتل شوی، خو خلک شکایت لري چې د خوراکي او نورو ضروري شیانو بیې لا هم ډېرې لوړې دي.