ریچار‌ډ بېنیټ د مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه

د قلم لار ټولنې مشر مطیع‌الله ویسا چې دا مهال د طالبانو بند کې دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي د ماشومانو د تعلیم د فعال مطیع‌الله ویسا د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

ریچار‌ډ بېنیټ تېره شپه په خپل ټویټر کې لیکلي، له رسمي تور پرته د ۱۱۴ ورځو لپاره د قلم لار ټولنې د مشر مطیع‌الله ویسا د توقیف دوام، یوه خپلسرې نیونه او غیرموجه اقدام دی.

هغه لیکلي، چې ویسا حق لري څو مدافع وکیل ولري او د خپلې کورنۍ له غړو سره وګوري.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، یو وار بیا د مطیع‌الله ویسا د فوري او له قید و شرط پرته خوشې کېدو غوښتنه وکړه.