اوچا: جنسيتي تاوتريخوالي د افغان اړمنو شمېر ۲۵ سلنه زیات کړی

د ښځو یو مخکینی اعتراضی لاریون، چې پر ښځو د محدودیتونه غندي - کابل

د ملګروملتونو د بشري مرستو د سمون اداره اوچا وايي، په افغانستان کې د هغو وګړو شمېر لوړ شوی، چې د جنسیتي تاوتریخوالي له کبله مرستو ته اړ دي.

اوچا په یوه تازه بیان کې چې نن پر ټویټر خپور شو ویلي، د جنسیتي تاوتریخوالي په پایله کې مرستو او خدماتو ته اړتیا د تېرکال د ډسمبر او روان کال د مې میاشتو ترمنځ په سلو کې ۲۵ سلنه زیاته شوې ده.

د اوچا د بیان له مخې، په ټولنیز ژوند کې د ښځو پر ګډون بندیز او نور محدودیتونه په افغانستان کې د جنسیت پربنسټ د تاوتریخوالي د زیاتېدو علتونه دي.

پر افغان ښځو او نجونو محدودیتونه وروسته له هغه زیات شول، چې طالبان نږدې دوه کاله مخکې پر افغانستان واکمن شول.

طالبان، وخت په وخت د دغه تاوتریخوالي زیاتیدل او دوی ته منسوب نور تورونه بې اساسه بولي.