د قطر صدراعظم د امريکا د ملي امنيت سلاکار سره د افغانستان په اړه خبرې کړي 

د قطر صدراعظم یوازینی بهرنی مقام دی، چې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته یې د دوی مشر ملا هبت الله اخندزاده سره لیدلي

د قطر صدراعظم او د بهرنیوچارو وزیر شیخ محمدبن عبدالرحمن آل‌ثاني، بېګا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت له سلاکار جک سولیوان سره په ټليفوني اړیکه کې د افغانستان په اړه خبرې کړي.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي، دوی په افغانستان کې د روانو چارو او همدا راز له افغانانو سره د دوامداره بشري مرستو د ملاتړ پر اړتیا خبرې وکړې.

د امریکا په ګډون د نړۍ ډېری هېوادونو پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته خپل سفارتونه او سیاسي استازولۍ قطر ته لېږدولي او دا هېواد اوس د افغانستان لپاره د نړیوالو د اړیکو اصلي مرکز ګڼل کېږي.