د پاکستان د تحريک انصاف لسګونه لوړ رتبه غړو نوی ګوند اعلان کړ

د تحریک انصاف یو شمېر غړي

د پاکستان د مخکېني صدراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف لسګونه لوړرتبه غړي له ګوند وتلي او د دوشنبې په ورځ یې نوی ګوند اعلان کړ.

د پاکستان د دفاع پخواني وزیر او له هغې وړاندې د خیبرپښتونخوا مخکېني اعلی وزیر پروېز خټک د پاکستان تحریک انصاف پارلیمنټيرین په نوم د دغه نوي انشعابي ګوند مشري کوي.

له ده سره د رپوټونو له مخې د پاکستان تحريک انصاف ګوند ۵۷ غړي چې د پارلمان استازي یا وتلې سیاسي څېرې دي یوځای شوي.

دوی په عمران خان تور لګولی چې د مې د میاشتې په تاوتریخوالي کې یې د نفرت او ټکر سیاست تعقیب کړ.

د تحریک انصاف نوې انشعابي ډلې اکثر غړي د پاکستان له شمال لوېدیځه د افغانستان له پولو سره نږدې سیمو دي.

دا پښتون مېشتې سیمې د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان د ملاتړ اصلي مرکزونه یادېدل.

تحريک انصاف بيا د پروېز خټک نه سپيناوی غوښتی او تور يې پرې لګولی و چې هغه د ګوند غړي پارټۍ پرېښودو ته هڅوي.