سپینه ماڼۍ: پاکستان کې مېشت افغان کډوال په سخت دریځۍ کې ښکېل نه دي

ارشیف: په پاکستان کې د افغان کډوالو یو کمپ

سپینه ماڼۍ وایي، هېڅ داسې شواهد نه شته چې په پاکستان یا د دغه هېواد د پولو په اوږدو کې پراته افغان کډوال دې سخت دریځۍ کې ښکېل وي.

د رویټرز خبري اژانس په وینا، د سپینۍ ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي دغه څرګندونې پرون دوشنبه خبریالانو ته کړي.

کربي دا څرګندونې وروسته تر دې کوي چې د پاکستان پوځ د بلوچستان په ژوب سیمه کې د پوځ پر یوه مرکز تر وروستۍ خونړۍ حملې وروسته په پاکستان کې یو شمېر افغانان په ترهګریزو فعالیتونو کې ښکیل وبلل.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي: "په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې د افغان وګړو ښکېلتیا یوه بله اندېښنه ده، چې باید لېرې شي."

د پاکستان پوځ وایي، ټي ټي پي او یو شمېر نورې ترهګرۍ ډلې په افغانستان کې فعالیت لري او د دوی امنیت یې ور خراب کړی دی، خو د طالبانو حکومت دا تورونه په کلکه ردوي.