د اروپایي ټولنې شارژدافېره: افغان ښځې د سوداګرۍ ښه ظرفیتونه لري

د کابل د ۲۰۲۲ د یوه نندارتون څنډه - یوه ښځینه پلورونکې لاسي صنایع پلوري

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې شارژدافېره رافایلا یودیچي وایي، افغان ښځې د سوداګرۍ ښه ظرفیتونه لري.

هغې پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې د افغانستان په یوه ملي او نړیوال نندارتون کې له هغو ۲۵ سوداګرو ښځو سره له لیدو ډېره اغېزمنه شوې چې اروپایي ټولنه او نورې ادارې یې لاسنیوی کوي.

د ټویټرپاڼې په څو تصویرونو کې ښکاري چې د دغو سوداګرو مېرمنو د شرکتونو تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي.

نوموړې د افغان سوداګرو ښځو ستاینه داسې مهال کوي چې په افغانستان کې ښځې طالبانو په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې له کار کولو منع کړي او په دې وروستیو کې یې پر ښځینه سینګارخونو هم بندیز ولګاوه.