د کابل له ارغندۍ د ميدان وردګ تر نرخه د لويې لارې پخولو چارې پيل شوې

ارشیف

د کابل له ارغندې سیمې څخه د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ تر دراني بازار پورې د لویې لارې د پخولو چارې پرون پیل شوې.

د طالبانو د حکومت ریاست الوزرا په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې دا پروژه د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له خوا پرانیستل شوه.

بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت د کابل کندهار د لویې لارې بیارغونه په اوو برخو ویشلې چې له ارغندي تر دراني بازار پورې ۲۷ کیلومتره یې یوه برخه ده او د یو میلیارد افغانیو په لګښت قیر پرې اچول کېږي.

د طالبانو حکومت د کابل کندهار د لویې لارې د بیارغونې خبر په داسې حال کې ورکوي چې د دې لارې ډېرې برخې د پرځېدلي جمهوریت پرمهال د طالبانو د ماینونو او چاودنو او همداراز د تېر نظام د پوځي ځواکونو په بمباریو کې ویجاړې شوې وې.