طالبانو د افغانستان په اړه د مسکو راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه ترلاسه کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

د طالبانو حکومت وايي، د افغانستان په اړه په مسکو کې په راتلونکې غونډه کې د ګډون بلنه یې ترلاسه کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي چې دا بلنه په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف پرون شنبې په کابل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي ته وسپارله.

په بیان کې راغلي په دې کتنه کې متقي هیله څرګنده کړه چې کابل او مسکو به له دې لیدنې د ډيپلوماتیکو اړیکو په چاره کې ښه استفاده وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې دا یادونه هم شوې چې متقي د روسیې له سفیر څخه د افغان سوداګرو او نورو وګړو لپاره د ویزو په برخه کې د اسانتیاو د راوستو غوښتنه هم وکړه.

د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي، د روسیې په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.