د ځوانانو د مهارتونو نړيواله ورځ؛ افغان ځوانان: مهارتونه لرو، خو فرصت نه راکول کېږي

په کندهار کې د پوهنتون د فارغانو یوه مخکینۍ غونډه- لوستي ځوانان د طالبانو لخوا د دندو پر انحصار نیوکې لري.

نن د جولای پنځلسمه په نړۍ کې د ځوانانو مهارتونو ته د پام اړولو د ورځې په توګه نمانځل کېږي.

دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې پر افغانستان د طالبانو د دویم ځل واکمنۍ له پیل وروسته، په دغه هېواد کې د ځوانانو بې‌کاري تر بل هر وخت زیاته شوې او د نجونو په وړاندې له شپږمو ټولګیو پورته تر پوهنتونه د هر ډول زده‌کړو دروازې تړل شوي دي.

ملالۍ چې د ۲۰۲۱ کال د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده، ارمان یې و چې خپل د خوښې پوهنځي ژورنالېزم ولولي خو په خبره یې اوس پر کور ناسته ده.

نوموړې وايي: "که امارت د ښوونځيو دروازې نه وای تړلې، اوس به زه پوهنتون کې وای او خپل د خوښې پوهنځی به مې لوستې وای، اوس کور کې بې‌کاره یم، نه کورس شته، نه ښوونځی، زموږ ټولو نجونو ارمانونه یې د خاورې لاندې کړل."

ماریه بیا د حقوقو د ماسټرۍ د دویم سمستر محصله وه، چې د طالبانو حکومت د نجونو پر لوړو زده‌کړو بندیز ولګېد.

هغه وايي دنده یې هم له لاسه ورکړې او اوس ټوله ورځ په کور کې بې‌کاره ناسته وي.

ماريه ازادي راډيو ته وويل: "اوس مې نه دنده شته او نه هم درس ویلی شم، داسې احساس کوم چې نه مې ځان او نه هم ټولنې ته ګټه رسېږي. اوس فقط د کور په کونج کې ناسته یم او د کور کارونه کوم، دا راته ‌ډېر سخت تمامېږي ځکه چا چې درس ویلی، هغه راتلونکې ته موخې لري، خو اوس زموږ موخې ټولې د ورانېدو په حالت کې دي."

افغان نجونو لسګونه ځله د زده کړو له حقه د محرومیدو خلاف لاریونونه کړي- ارشیف

د کابل اوسېدونکی ولید چې د کمپیوټر ساینس له پوهنځي فارغ دی، هم له بې‌کارۍ کړېږي او وايي لوړې زده کړې يې کړي، خو دا چې کار نه‌شته اړ شوی چې د سړک پر غاړه جوس او اوبه خرڅې کړي.

هغه وايي اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

نوموړی وايي: "مخکېني دولت کې مې د کلیو د پراختیا په وزارت کې د کمپوټر کار په توګه د کمپیوتر اړوند کارونه کول، خو اوس بې‌کاره یم، اوس د سرک په سر باندې جوس او اوبه دا شیان خرڅوم، اقتصادي وضعيت مې اوس ډېر خراب دی، د کور خرڅ هم نه کېږي، دومره زده کړې مې کړي خو هېڅ دي، اوس بې‌کاره یم."

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرېش د ځوانانو مهارتونو ته د پام اړولو د نړیوالې ورځې په اړه په خپل پیغام کې ویلي: "په معیاري زده‌کړو د ځوانانو سمبالول اړین دي."

په پیغام کې چې د ښاغلي ګوټېرېش په ټویټر خپور شوی راغلي: ''د ځوانانو د مهارتونو نړیواله ورځ موږ ته دا را یادوي چې ښوونکي په دې برخه کې مخکښ دي.''

د ځوانانو مهارتونو ته د پام اړولو نړیواله ورځ سږ کال په دې شعار سره ''د راتلونکې د بدلولو لپاره د ښوونکو، روزونکو او ځوانانو مهارتونه لوړ کړئ'' نمانځل کېږي.

ملګرې ملتونه د ۲۰۱۴ کال راهیسې د جولای ۱۵ د اورځ په دې نوم ځکه ونوموله، چې ځوانانو ته ډېره پاملرنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د سرمفتش دفتر سیګار مخکې ویلي و، پر افغانستان د طالبانو تر دوهم ځل واکمني وروسته سلګونو زره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

سیګار د ۱۴۰۱ لمریز کال په غويي میاشت کې ویلي وو، چې د ملګرو ملتونو د کار د نړیوال سازمان د هغو ارزونو له مخې د ۲۰۲۲کال په جنوري میاشت کې کړې وه له پنځه لکه زیاتو کسانو په دې هېواد کې خپلې دندې او کارونه له لاسه ورکړي دي.

سیګار دا هم ویلي، چې د ۲۰۲۲ کال تر دوبي پورې به د هغو کسانو شمېر د اووه لکه او نهو لکو ترمنځ وي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته خپلې دندې له لاسه ورکوي او دا یې هم زیاته کړې چې ښځې د نارینو په ترتله له بې‌کارۍ ډېرې اغېزمني شوي دي.