امریکا په هرمز تنګي کې د جنګي جېټ الوتکو کارول زیاتوي

د امریکا یوه ایف16 الوتکه

د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت یوه چارواکي پرون ویلي، واشنګټن په پام کې لري، د هرمز تنګي په شاوخوا کې د ایران له خوا د تجارتي کښتیو له توقیف د خوندیتوب لپاره د جنګي جېټ الوتکو کارول زیات کړي.

دغه چارواکي چې په دفاع وزارت کې خبریالانو ته خبرې کولې وویل، امریکا به نن شنبه او یکشنبه فارس خلیج ته F-16 ډوله جنګي جېټ الوتکې ولېږي، څو د هغو A-10 ډوله تهاجمي الوتکو مرسته وکړي، چې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې هلته په ګزمه بوختې دي.

د امریکا دغه دفاعي چارواکي چې د نوم نه افشا کېدو په شرط خبرې کړې ویلي، F-16 ډوله جېټ الوتکې به د ایران په وړاندې د مخنیوونکي اقدام په توګه، هغه کښتۍ خوندي کوي، پر سمندري لارو تګ راتګ کوي او په سیمه کې به د پوځ د څارنې امکان پراخوي.

د امریکا سمندري ځواک ویلي ایران په وروستیو دوو کلونو کې نږدې شلو تجارتي کښتیو ته چې نړیوال بیرغونه ورباندې رپېدل مزاحمت کړی، حمله یې ورباندې کړې یا یې هم توقیف کړي دي، چې دا ډول اقدامات د سیمې سمندري امن او نړیوال اقتصاد ته یو ښکاره ګواښ دی.