د روسیې یو استخباراتي افسر په محکمه کې پر خپل جرم اعتراف ونه کړ

د روسیې بیرغ

د روسیې یو وګړی چې ادعا کېږي د دغه هېواد استخباراتي افسر به وي، پرون په محکمه کې پر جرم اعتراف ونه کړ.

پر وادیم کونوسچینوک تور پورې شوی و، چې په اوکراین کې یې د روسیې د روانې جګړې د مرستې لپاره د امریکا ساخت برښنايي پرزې او نور مهمات روسیې ته قاچاق کول.

دی چې له ایستونیا د امریکا متحدو ایالتونو ته سپارل شوی، پرون د بروکلین په یوه محکمه کې راڅرګند شو.

وروسته له هغې چې څارنوالانو وویل، ممکن کونوسچینوک وتښتي، قاضي یې تر محاکمې مخکې د توقیف امر وکړ.

د دغه روسي وګړي مدافع وکیل پر دې موضوع له تبصرې ډډه وکړه.

۴۸ کلن کونوسچینوک د ۲۰۲۲م کال په اکټوبر میاشت کې داسې وخت په ایستونیا کې ونیول شو، چې ۳۵ ډوله برښنايي پرزې ورسره وې او غوښتل یې روسیې ته واوړي.