په ایران کې د افغان پانګه‌والو پانګونه د پام وړ وبلل شوه

د تهران ښار یوه څنډه

د ایران ځینو رسنیو پرون جمعه راپور ورکړی، چې د ایران د حکومت یوه سلاکار ویلي، د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې افغان پانګه‌والو په ایران کې شاوخوا ۱۵۰ میلیون ډالره پانګونه کړې ده.

محمد مهدي جوانمرد قصاب چې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سلاکار ویلي، په ایران کې که څه هم د افغان پانګه‌والو دا پانګونه کوچنۍ ده، خو بیا هم د پام وړ ګڼل کېږي.

د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي سلاکار ویلي، د افغان پانګه‌والو خوا پر کرنه، صنعت او ساختماني چارو پانګونې شوې دي.

د دغه ایراني چارواکي په وینا، پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو مخکې په ایران کې د افغان پانګه‌والو له خوا لږه پانګونه شوې وه، خو له تېر کال راهیسې تر ټولو غټه بهرنۍ پانګونه د افغان پانګه‌والو ده.