بلوچ: طالبان دې د پاکستان پر ضد د افغان خاورې د نه کارېدو ژمنه عملي کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویانده ممتاز زهرا بلوچ

پاکستان یوځل بیا د طالبانو له حکومت غوښتي چې پر خپله هغه ژمنه عمل وکړي چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد د تروریستي حملو په هدف کارولو ته نه پرېږدي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ دا خبره د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د وروستیو څرګندونو په ځواب کې کړې.

مجاهد مخکې ویلي وو، چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پرضد نه ده کارول شوې او زیاته یې کړه چې د طالبانو حکومت د هغو پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام کړی چې د افغانستان په قلمرو کې دېره دي.

مېرمن بلوچ وویل، د پاکستان ضد تروریستانو د فعالیتونو مخنیوی، د طالبانو د حکومت هغه مسوولیت دی چې څو ځلې یې منلی دی.