سلګونه افغان کډوال په البانیا کې په بې برخلیکه حالت کې ژوند کوي

Your browser doesn’t support HTML5

سلګونه افغانان چې واک ته د طالبانو له بیا راستنېدو راهیسې له افغانستانه وتلي، د اروپا په سویل ختیځ البانیا کې ژوند کوي. ځینې له البانیا درېیم هېواد ته لېږدول شوي او ځینې نور هم له نږدې دوو کلونو راهیسې په بې برخلیکه وضعیت کې ژوند کوي. په دوی کې ځینې افغانان هم شته چې خپل ځان لپاره یې ژوند جوړ کړی.