د ناټو سرمشریزه؛ سټولټنبرګ: د ناټو-اوکراین ګډه شورا جوړه شوه

د عکس ښي لور ته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په یوه خبري کنفرانس کې

د ناټو عمومي منشي د ناټو-اوکراین په نوم شورا د جوړېدو خبر ورکړی او په وینا یې دا ګام به دواړه لوري سره نږدې کړي.

عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون چهارشنبه د دغې سرمشریزې په پای کې وویل، له اوکراین سره ګډه شورا ناټو ته د دغه هېواد په نږدې کېدو کې مهم ارزښت لري.

سټولټڼبرګ له اوکراین سره د نورو پوځي او مالي مرستو خبر هم ورکړ او وې ویل، د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین له ملاتړ سره به ډيرې سیمې ازادې او په پایله کې به اوکراین د خبرو په میز کې برلاسی وي.

هغه زیاته کړه: "له همدې شېبې وروسته به ناټو او اوکراین په ګډې شورا کې سره ګوري، په بېلابېلو برخو کې به خبرو ته دوام ورکوي او په مساویانه ډول به پرېکړې کوي. دا ناټو ته د نږدې کېدو په برخه کې د اوکراین لپاره مهم ګام دی."

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي د ناټو سرمشریزې ته وویل، له هېواده یې د ملاتړ دوام د خلکو ژوند ژغوري.

زیلینسکي له خپل امریکایي سیال جوبایډن سره د لیدو پر مهال له اوکراین سره د امریکا د ۴۳ میلیارده ډالرو مرستې مننه وکړه.

زیلینسکي وویل: "باید پوه شئ چې ستاسو پیسې یوازې په جګړه کې نه دي مصرف شوي. ستاسو پيسې د ژوند په ژغورولو کې لګېدلي، فکر کوم مونږ اروپا او نړۍ کې د ژوند ژغورنې لپاره ډېر څه کړي."

د اوکراین او امریکا ولسمشران په یوه خبري غونډه کې

د راپورونو له مخې امریکا، بریتانیا، فرانسه او جرمني له اونیو راهیسې له اوکراین سره په خبرو بوخت وو چې د دغه هېواد ملاتړ ته یو نړیوال چوکاټ رامنځته کړي.

دغه هېوادونه هڅه کوي چې اوکراین ته د جنګي جیټ الوتکو په ګډون پوځي مرستې برابرې کړي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل له پيله امریکا، اروپایي ټولنې او یو شمېر نورو هېوادونو په ټوله کې اوکراین سره شاوخوا ۱۰۰ میلیارده ډالره مرسته کړې.

له دې سره بیا هم د اوکراین جګړه هماغسې روانه ده او تراوسه په کې د د دواړو لورو د لسګونه زره پوځیانو سربېره څه باندې ۹ زره ملکیان وژل شوي دي.