امریکا ته تازه تللي افغان کډوال له دې هېواده د ایستلو وېره لري

ارشیف: د کابل هوايي‌ ‌ډګر څخه د تخلیې پروګرام یو انځور

واشنګټن ایګزمینر:

واشنګټن ایګزمینر د هغو افغان کډوالو د برخلیک په اړه، چې په دې وروستیو کې امریکا ته تللي لیکي، هغه کورنۍ چې د طالبانو له شکنجې او ځورونې تښتېدلي اوس د دې وېره لري، چې له امریکا ونه‌ایستل شي.

خپرونه د هدایت په نوم د یوه افغان پناه غوښتونکي د کورنۍ کیسه کوي چې له طالبانو څخه تر تېښتې وروسته د ۱۶ میاشتو په اوږدو کې امریکا ته رسېدلي او اوس یې په اړه د محکمې د پرېکړې ځنډ د ده کورنۍ له امریکا څخه په بېرته شړلو وېرولې ده.

واشنګټن ایګزمینر د دغې کورنۍ د مشر له قوله لیکي ، هغه پوهېده چې د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د طالبانو په ستنیدو سره يې ژوند په خطر کې دی.

د دغې کورنۍ مشر ویلي، په ۲۰۲۰ کال کې د طالبانو له هغه موټر بمب برید څخه ژوندی وتی، چې د ده په کار ځای کې يې ۱۱ نور کسان وژلي وو.

په دغه مطلب کې دا هم راغلي چې هدایت د ۲۰۲۱ کال په سیپټمبر میاشت کې پاکستان ته لاړ او ۱۶ میاشتې وروسته امریکا ته انتقال شو.

خپرونه زیاتوي، د هدایت د کورنۍ د هوټل، ډوډۍ او نور ټول لګښتونه د یوه مذهبي سازمان له‌خوا په دواطلبانه توګه ورکول کیږي، ځکه لا د دې کورنۍ سرپرست د کار اجازه نه لري او د راتلونکي برخلیک په اړه یې د محکمې د پرېکړې په تمه دي.

د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ، واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته څه باندې ۸۸۵۰۰ افغانان چې د ژباړې او نورو برخو کې يې له امریکايي ځواکونو یا د دوی نورو اړوندو سازمانونو سره په افغانستان کې کار کړی وو، امریکا ته تللي دي.

برمینګټن مېل:

د بریتانیا برمینګټن مېل خپرونې بیا په دې هېواد کې د یوه افغان کډوال فهیم ځاځي تیر ژوند ته کتنه کړې او لیکلي، چې هغه خالي لاس بریتانیا ته راغلی و، خو اوس د بریتانیا د پاچا له خوا ستایل شوی دی.

خپرونه لیکي، ۲۳ کلن فهیم ځاځی کلونه وړاندې له افغانستانه پرته له دې چې د کورنۍ کوم غړی یا کوم ملګری ورسره وي یا یې انګلیسي ژبه زده وي له لومړنيو کډوالو څخه و چې د بریتانیا 'والسال' ښار ته ورسېد.

ځاځي د یو شمېر نورو کسانو ترڅنګ په جون میاشت کې بریتانیا ته د خدمتونو له امله د دغه هېواد د امپراتورۍ نښان د پاچا د کلیزې په مراسمو کې ترلاسه کړ.

فهیم پر خپل ټویټر لیکلي: "ویاړم چې د خپلو ټولنیزو خدمتونو له امله د بریتانیا د پاچا د کلیزې په مناسبت د ستایل کېدونکو کسانو په نوملړ کې شامل او د MBE جایزه مې ترلاسه کړه."

د بریتانیا د امپراتورۍ نښان د بریتانیا پاچا جورج پنځم له خوا په ۱۹۱۷ کال کې د هغو کسانو د خدمتونو د درناوي لپاره رامنځته شوی، چې په ټولینزو برخو کې خدمت کوي.

دا نښان د هنرونو، علومو، خیریه کارونو او عامه خدمتونو په برخه کې د ډالۍپه توګه ورکول کېږي.