چارواکي: د بلوچستان په ژوب کې ۵ مشکوک وسله‌وال وژل شوي

ارشیف

چارواکي وایي چې تېره شپه د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې پر یوې پوځي پوستې وسله‌والو برید کړی چې په نتیجه کې یې پنځه مشکوک وسله‌وال وژل شوي دي.

د ژوب ولسوال محمد عظیم کاکړ نن چهارشنبې مشال راډیو ته وویل چې وسله‌والو د شپې شاوخوا دوه بجې پر پوستې برید کړی چې تر هغې وروسته امنیتي سرتېرو ځوابي اقدام کړی او نښتې تر ډېره وخته روانې وې.

د کاکړ په خبره، په پېښه کې پنځه مشکوک وسله‌وال وژل شوي، خو په پوځي پوسته کې دننه امنیتي سرتېرو ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه هېڅ معلومات نه لري.

هغه همدارنګه ویلي چې له وسله‌والو سره د ډزو پر مهال یوه ښځه وژل شوې او درې تنه ژوبل دي.

په ژوب کې د تېرې شپې د برید مسوولیت تراوسه چا یا کومې ډلې نه دی اخیستی، خو د جولای پر دویمه نېټه د بلوچستان په شېراني ضلع کې پر یوې پوځي پوستې د برید مسوولیت تحریک طالبان پاکستان ډلې اخیستی و.

په هغه برید کې درې پولیس او د سرحدي ځواک یو سرتېری وژل شوي وو.