ملګرو ملتونو په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو سره ۱۸ ميليون ډالره مرسته کړې

ارشیف: په پاکستان کې د ملګرو ملتونو دفتر کې یو شمېر افغان کډوال

د ملګرو ملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو ته د ۱۸ میلیون ډالرو نغده مرسته کړې ده.

د ملګرو ملتو د کډوالو لویې کمېشنرۍ پرون سې شنبه په اسلام‌اباد کې اعلان وکړ، چې دا پیسې یې د روان میلادي کال له جنورۍ څخه د جون تر پایه هغو یو میلیون راجستر شویو افغان کډوالو ته ورکړي چې د پاکستان د تېر کال سېلونو او ناوړه اقتصادي وضعیت اغېزمن کړي دي.

دې کمېشنرۍ هرې افغان کورنۍ ته، چې شمېر یې دوه نیم لکو ته رسېږي، ۲۵ زره پاکستانۍ روپۍ چې شاوخوا سل ډالره کېږي، ورکړي دي.