د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د طالبانو په وروستۍ پرېکړه غبرګون وښود

ارشیف

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د طالبانو له‌خوا په افغانستان کې د سویډن د اړوندو ټولو بنسټونو تړل کېدو پر پرېکړه غبرګون وښود.

د سویډن کمېټې پرون په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان له اوسنیو واکمنو سره پر دې موضوع د مذاکرو هڅه کوي، څو د خپلې پرونۍ پرېکړې په باب وضاحت ورکړي، ځکه دغه پرېکړه د سویډن کمېټې فعالیتونه هم اغېزمنوي.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون په یوه اعلامیه کې وویل، په سویډن کې د قران کریم د توهین په غبرګون کې د دوی حکومت په افغانستان کې د سویډن د ټولو بنسټونو د فعالیتونو بندېدو امر کړی دی.

د لوی اختر پر لومړۍ ورځ په سویډن کې یوه په خټه یوه عراقي سړي د قرآن کریم یوې نسخې ته اور واچاوه.‌

د سویډن کمېټې په خپله اعلامیه کې ویلي، دوی قران کریم ته د سپکاوي هر عمل غندي او د مذهبي عقایدو، قوم یا تابعیت له مخې هر ډول شخړه یا خصومت او ډلبندي محکوموي.

د افغانستان لپاره د سویډن کمېټه وايي، تېر میلادي کال یې په میدان وردګ او نورستان کې په خپلو کلينیکونو کې دوه نیم ميلیونه ناروغان تداوي کړي، یولک او ۳۳زره ماشومانو ته د دوی په ښوونځیو کې تعلیم ورکړل شوی او څه باندې ۲۰زره معلولو کسانو ملاتړ یې کړی دی.

د سویډن کمېټه وايي، دوی د افغانستان په اتلسو ولایتونو کې شاوخوا اته زره افغان کارکوونکي لري او دوی د افغانانو ملاتړ ته ژمن دي.