طالبان: درېیو ورځو کې له پاکستانه افغانستان ته ۵۵۷ کډوال بېرته ستانه شوي

ارشیف: د سپین بولدک-چمن دروازې یوه څنډه

له پاکستانه د درېیو ورځو پر مهال افغانستانه ته د څه باندې ۵۰۰ کډوالو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت پرون لیکلي، چې دغه ۵۵۷ کډوال له تېرې شنبې تر سې شنبې د سپین بولدک له لارې خپل هېواد ته ستانه شوي.

دغه وزارت وايي دغه کډوال چې په ټوله کې ۹۴ کورنۍ کېږي، د مرستو ترلاسه کولو لپاره د کډوالۍ نړیوال سازمان ته وروپېژندل شول.

ویل شوي، هر راستنېدونکي ته د خوراکي توکو یوه بسته ورکړل شوې ده.

دا نه دي ویل شوي، چې دغه افغان کډوال په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي، که په جبري ډول له هغه هېواده ایستل شوي دي.

په وروستیو کې په پاکستان کې افغانان د پاکستاني پولیسو له‌خوا په بېلابېلو نیول کېږي او ترڅنګ یې پاکستانی حکومت د ډېرو هغو افغانانو ویزې نه‌ تمدیدوي چې هلته یې د ویزو موده پای ته رسېدلې ده.