د ازموينې ملي ادارې د ۱۴۰۲ کال لپاره د کانکور ازموينې نېټې اعلان کړې

ارشیف: په خوست کې د کانکور ازموینو یو انځور

د طالبانو د ازموینې ملي ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۲ لمریز کال د کانکور ازموینه د روان کال د سرطان په ۲۹ او ۳۰ مه اخلي.

د يادې ادارې رییس عبدالباقي حقاني د طالبانو تر کنترول لاندې باختر خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې سږنۍ ازموینې په پنځو دورو وېشل شوې دي.

نوموړي ويلي: "د کانکور ازموینه د روانې میاشتې د سرطان په ۲۹مه او ۳۰مه اخیستل کېږي، د دې لپاره چې هم ځوانانو ته سهولت شي، هم په کار کې ښه پختګي راشي او هم دا ازموینه په دقت سره واخیستل شي، په پنځو دورو مو ویشلې دي."

د سږنۍ کانکور ازموینې په لومړنۍ دوره کې یوولس ولایتونه، په دویمه دوره کې دولس ولایتونه، په درېیمه دوره کې لس ولایتونه، په څلورمه دوره کې د کابل ولایت او په پنځمه دروره کې متفرقه ازموینه اخیستل کېږي.

د کانکور د سږکال په ازموینه کې د نجونو د ګډون هېڅ یادونه نه‌ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال په کانکور ازموینه کې بریالۍ شوې نجونې لا هم پوهنتون ته د تګ اجازه نه‌لري.

د ۱۴۰۱ کال د کانکور په ازموینه کې ګډون کوونکې فاطمه چې طب پوهنځي ته بریالۍ شوې وه، ازادي راډیو ته یې وویل چې د پوهنتون پرانیستلو ته یې شېبې شمارلې، خو دا چې سږ کال په ازموینه کې هم نجونې نه شاملوي، د پوهنتون له پرانیستلو څخه یې تمه وشلېدله.

فاطمه وايي: "کله چې د کانکور بهترین اعلان شول، موږ په تمه وو، چې په دې لړ کې حتماً یو خو په هغو کې ټول هلکان وو، دا د طالبانو قصدي کار و، چې اول یې نجونې له ده بهترین څخه وویستلې، بیا یې اعلامیه خپره کړه چې تر بل امر پورې پوهنتون نه‌شته، بیا یې ویل حمل کې شروع کېږي، بیا ثور کې، بیا جوزا کې یعنې موږ تېر باسي."

مریم چې د دولسم ټولګې فارغه ده وايي، پوره پنځه کاله یې کانکور ته چمتووالی نیولی، هیله یې دا وه چې تر ټولو لوړې نمرې واخلي، خو د طالبانو د حکومت له‌خوا د دوی پر ازموینه بندېز یې دا هیلې مړاوې کړې.

اغلې مريم ازادي راډيو ته وويل: "زموږ زحمتونه ټول په اوبو کې لاهو کېږي، له اووم ټولګي څخه مو کانکور ته اماده ګي نیوله، دا دوه کاله چې مکتبونه بند دي، موږ په کور کې ساینسي مضامین ویل، د کانکو د ازموینې اعلامیې ته چې ګورم ښکاره معلومېږي، چې د نجونو ځای هم هلګانو ته ورکوي."

د ۱۴۰۲ کال د کانکور ازموینه چې د روان کال د سرطان د میاشتې په ۲۹ او ۳۰ اعلان شوې، د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي.

وموغوښتل چې د طالبانو د حکومت د لوړو زده‌کړو د وزارت د ویاند نظر هم په دې اړه ولرو، خو د یاد وزارت ویاند سلیمان شریفي په لیکلې بڼه وویل چې د نجونو د کانکور ازموینې تر امر ثاني پورې منع دي.

د طالبانو د حکومت د کانکور د ازموینې ملي اداره وايي چې له دې وروسته به د کانکور ازموينه د طبي علومو، ټولنيزو علومو او ساینسي علومو په ګډون په درېيو برخو کې واخيستل شي.