طالبانو د کابل په بګرامۍ کې د بې‌ځايه شويو له يو کمپه د کورنیو ايستل پيل کړي

ارشیف

د ناروې د کډوالو شورا نن د طالبانو پر حکومت غږ وکړ چې د کابل په بګرامۍ سیمه کې له هغه ځایه چې د بې‌ځایه شویو کډوالو کمپ یې بللی د کورنیو ایستل ودروي.

کابل ښاروالۍ چې طالبان یې اداره کوي په یوه ویډیو کې د ۶۰ مترو په سور سړک د جوړولو لپاره د بولدوزرونو په وسیله د هغې سیمې د ویجاړولو جریان خپور کړی چې د چارواکو په وینا پر سل جریبه غصب شوې ځمکه د بې‌ځایه شویو کډوالو په پلمه جوړ شوي کورونه دي.

ښاروالي وايي، دې کورنیو ته یې مخکې خبر ورکړی و او بدیل ځای یې هم ورته ټاکلی و.

د ناروې د کډوالو شورا په یوه بیان کې په سیمه کې د خپلو همکارانو په حواله وايي چې په دې ځای کې د کورنیو بې‌ځایه شویو شاوخوا ۲۸۰ بې نقشې کورونه ودان دي.

په بیان کې ادعا شوې چې د دې کورنیو د ایستلو په جریان کې دوه ماشومان چې یو ۴ کلن او بل ۱۵ کلن وو هم مړه شوي.

کابل ښاروالۍ تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.