سولیوان: بايډن به ترکيې ته د الوتکو د استولو پلان په اړه کانګرس سره مشوره وکړي

د امریکا ایف۱۶ جېټ الوتکې

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار وايي، ولسمشر جوبایډن به ترکیې ته د ایف شپاړس جنګي جېټ الوتکو د استولو پلان ته له کانګرس سره سلامشورو ته دوام ورکړي.

جک سولیوان نن په ویلینوس کې د ناټو د سرمشریزې په درشل کې وویل، بایډن ډاډ ورکړی چې د الوتکو د سپارلو په مسئله کې جدي دی، خو په دې اړه یې جزییات ورنه‌کړل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره شپه موافقه وکړه چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب طرح به پارلمان ته راجع کړي.

پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته سویډن په ناټو کې د غړیتوب غوښتنه کړې، خو ترکیې یې مخالفت کړی.

انقره له میاشتو راهیسې د امریکا او نورو متحدانو تر فشار لاندې وه چې په ټلواله کې د سویډن غړیتوب ومني.