چارواکي: روسي پوځ پر کییف د توغندیو او د ایراني ډرونونو په وسیله حملې کړي

د لومړنیو راپورونو له مخې د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک تر ډېره دا حملې شنډې کړي نو ځکه یې ډېر زیانونه نه دي اړولي.

اوکرایني چارواکي وايي چې د روسیې پوځ نن سهار پر پلازمېنه کییف د توغندیو او د ایراني ډرونونو په وسیله حملې وکړې.

دا په روانه میلادي میاشت کې دویم ځل دی چې روسیه پر کییف د توغندیو برید کوي.

د لومړنیو راپورونو له مخې د اوکراین د هوايي مدافعې ځواک تر ډېره دا حملې شنډې کړي نو ځکه یې ډېر زیانونه نه دي اړولي.

دا حملې داسې مهال کېږي چې د لېتوانیا په پلازمېنه ویلینوس کې نن د ناټو سرمشریزه جوړېدونکې ده.

تمه ده د دې غونډې د اجنډا په سر کې به له اوکراین سره د روسیې د یرغل پر ضد په جګړه کې پوځي ملاتړ او له ناټو سره د دې هېواد د راتلونکو اړیکو مسایل شامل وي.

سپینې ماڼۍ مخکې تایید کړې ده چې ولسمشر جوبایډن به سبا چارشنبې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په ویلینوس کې وګوري.