یو جګپوړی امریکايي چارواکی وايي، حکومت یې هڅه کوي چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي او افغانستان بیا د ترهګرو پر ځاله بدل نهشي.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان بریتانیا ته د خپل سفر پر مهال د امریکا غږ د پوښتنې په ځواب کې وویل: "هغه څه چې زه یې ویلای شم دا دي چې مونږ طالبان د دوحې په تړون کې پر خپلو ژمنو پابند ساتو، چې افغانستان د هېڅ هېواد، په ځانګړې توګه د متحده ایالاتو، زموږ د متحدینو او شریکانو په وړاندې د ترهګریزو بریدونو د پلان او طرحې لپاره نهشي کارول کېدای."
په دوحه کې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په تړون کې طالبانو ژمنه وکړه چې د القاعده په ګډون به هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم هېواد پر ضد وکاروي.
سلیوان زیاته کړه چې هغه هره ورځ نه ستړي کېدونکی کار کوي ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې ژمنې پوره کېږي او هغه نهشي کولی له دې څخه ډېر څه ووايي.