طالبانو په افغانستان کې د پاتې شویو امریکايي وسلو د پلور راپورونه رد کړل

ارشیف: د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې وروسته په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو د غړیو هېوادونو ډېرې وسلې پاتې شوې چې اوس یې طالبان ترې ګټه پورته کوي.

د طالبانو حکومت هغه راپورونه رد کړي چې وايي، له امریکايي ځواکونو پاتې وسلې او تجهیزات یې پر نورو اړخونو پلورلي دي.

په امریکا کې دېره د افغانستان د سولې د څار نادولتي ټولنې په خپل یوه وروستي راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د وسلو د پلور او پېر بازار تود شوی دی.

په راپور کې راغلي چې د وسلو د پلور او پېر ډېره برخه په کندهار، هلمند او ننګرهار ولایتونو کې ترسره کېږي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد دا په امریکا کې د ځینو کړیو ادعا بللې او نن د جولای په لسمه یې پر خپل ټویټر ولیکل چې دا راپور حقیقت نه‌لري.

مجاهد وايي، د نړیوالو پوځیانو تر وتلو وروسته ټولې وسلې، تجهیزات او وسایط د هېواد په ډیپوګانو او ذخایرو کې خوندي شوي او هېچا ته اجازه نه‌شته چې آن یو میل وسله قاچاق کړي یا یې وپلوري.