پوتین د واګنر ډلې مشر سره کتلي

د عکس ښي لور ته د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او چپ لور ته د واګنر د ملېشو مشر ایفګیني پریګوژین

کریملین تایید کړې چې ولسمشر ولادیمیر پوتین د واګنر د ملېشو له مشر ایفګیني پریګوژین سره کتلي دي.

د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف نن په مسکو کې خبریالانو ته وویل پوتین او پریګوژین د جون په ۲۹مه یوازې پنځه ورځې وروسته له دې چې د ملېشو دې قوماندان بغاوت وکړ سره لیدلي دي.

پیسکوف وویل، دا لیدنه له ۳۵ کسانو سره چې د واګنر ملېشو سرګروپان په کې وو، د درې ساعته لیدنې پرمهال وشوه.

دې قوماندانانو له پوتین سره ژمنه وکړه چې د ده په امر به د اوکراین ضد جګړې ته دوام ورکړي.

پیسکوف ونه ویل چې پریګوژین اوسمهال چېرته دی او د غونډې په اړه یې هم نور جزییات ورنه‌کړل.