بایډن او اردوغان په ناټو کې د سویډن پر غړیتوب خبرې کړي

د عکس ښي لور ته د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او چپ لور ته د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن

سپینې ماڼۍ پرون یکشنبه وویل، چې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته په ټلیفوني خبرو کې ویلي، چې هیله من دی سویډن ډېر ژر د ناټو غړی شي.

ترکیې د هنګري تر څنګ په ناټو کې د سویډن له غړیتوب سره مخالفت کړی دی.

د ترکیې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې اردوغان په دې ټلیفوني مکالمه کې په سویډن کې د تروریزم ضد قانون ته په اشاره خپل امریکايي سیال ته ویلي، چې سویډن پر سم لوري ګامونه اخیستي، خو په وینا یې دغه ګامونه د سویډن په خاوره کې د کردستان د کارګرانو ګوند یا 'پي کې کې' د پلویانو مظاهرو ته د اجازې ورکولو له کبله ګټور نه وو.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ په وینا، اردوغان او بایډن موافقه وکړه، چې د ناټو د راروانې سرمشریزې پر مهال په مخامخ کتنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ییزو مسایلو خبرې وکړي.

ټاکل شوې د ناټو دغه سرمشریزه سبا سې شنبه او چهارشنبه د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې جوړه شي.