بايډن: په اوکراين کې بايد جګړه پای ته ورسول شي

د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، په اوکراین کې باید جګړه پای ته ورسول شي ترڅو دا هېواد وکولای شي د ناټو غړی شي.

بایډن دغه څرګندونې له امریکایي 'سي این این' تلوېزیون سره په یوه مرکه چې پرون یکشنبې خپره شوه، کړې دي.

بایډن ویلي، اوکراین په اوس وخت کې په جګړه کې دی او زیاته یې کړه که څه هم دا به وختي وي چې اوکراین د ناټو غړی شي، خو متحده ایالات او په ناټو کې متحدین یې کییف ته د هغو وسلو ورکولو ته دوام ورکوي چې د روسیې د بې دلیله یرغل په وړاندې ورته د دفاع لپاره اړتیا لري.

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر جوبایډن روانه اوونۍ د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې د ناټو په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

بایډن به په دې سرمشریزه کې د ګډون ترڅنګ بریتانیا او فنلنډ ته چې دې هېواد په دې وروستیو کې د ناټو غړیتوب حاصل کړی، هم لاړ شي.