د نجونو تر منځ د خاطراتو لیکل؛ ارواپوهان: دغه لیکل انسان ته ذهني ارامتیا وربخښي

په غور کې له زده کړو محرومو نجونو زده کوونکو ته یوې ادارې په یه کور کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.

په افغانستان کې د خاطرو لیکل د نجونو تر منځ ډېر رواج دی.

ژوند د خاطراتو یوه ټولګه ده، ترخې به هم لري، خو خوږې او جالبي یې هم شته.

په افغانستان کې ډېری نجونې د دې خاطرو د ساتلو لپاره یوه ځانګړې کتابچه جوړوي او د خپلو ټولګیوالو او ملګرو ښې او جالبې خاطرې، چې د هغوی له خوا ورته لیکل شوې وي، په دې کتابچه کې له ځانه سره ساتي.

د کابل اوسېدونکې مرسل وایي: "د ښوونځي په دوران کې ټولو زده کوونکو یوه کتابچه درلوده، ډېره ښایسته او فیشني کتابچه، په کې به انځورونه وو، پوست کارټونه."

مرسل شپږ کاله مخکې له ښوونځي څخه فارغه شوې ده.

هغه وايي، د خاطراتو کتابچه یې درلوده او تر اوسه هم ورسره ده، چې کله کله یې لولي او تېر یادونه پرې راتازه کوي.

نوموړې وايي: "ما خپله د خاطراتو کتابچه درلوده او د هغو ټولګیوالو خاطرې راسره شته، چې ما ترې غوښتې و راته یې ولیکي. زما جالبه خاطره دا ده چې یوې ملګرې مې زینب راته زموږ د جنګ او د بیا پخلاینې خاطره لیکلې وه، چې ډېره راته جالبه وه."

ارشیف: په نیمروز کې د نجونو ښوونځی چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو پر مخ تړل شوی دی.

له ښوونځي څخه یوه بله فارغه شوې نجلۍ زیبا وايي چې د خاطراتو په کتابچه کې یې د هغو ملګرو یادونه شته چې اوس ترې ډېرې لرې دي.

زيبا ازادي راډيو ته وویل: "ملګرې مې ډېر لرې لرې دي، خو کله چې دا خاطرې وایم، زه فکر کوم چې دوی مې په څنګ کې دي. زه په صنف کې اولنمره ومه او زما جالبه خاطره دا ده چې یو‎ې ملګرې مې راته د خاطراتو په کتابچه کې لیکلي و، په دې هیله یم چې په نوي کال کې ما خپل څنګ ته کېنوې."

د یادونې ده چې د خاطراتو د کتابچو لپاره ښکلې کتابچې انتخابېږي او د خپلې ښکلا تر څنګ یې، نجونې په رسامیو، عکسونو او پوستکارتونو نورې هم ښکلې کوي.

په دې وروستیو کې بیا یو ډول قلف لرونکې یې ډېر دود دي.

د ارواپوهنې په برخه د پوهنتون یو استاد شرف الدین عظیمي د خاطراتو د کتابچو په ټوله کې د خاطرو د لیکلو اړه وايي: "د خاطراتو لیکل څو مثبتې ګټې لري. موږ کولای شو په دې لیکلو خپل، ځانګړي وختونه ثبت کړو او بیا یې په اسانۍ سره یاد کړو. د خاطرو او د لحظو لیکل د نوښت او د خلاقیت لامل ګرځي. د ارواپوهنې له اړخه د خاطرو لیکل انسان ته سکون او تسکین ورکوي."

د یادونې ده يو شمېر نجونې د دې تر څنګ چې د خپلو ملګرو خاطرې ټولوي، خپله هم کله ناکله د خپل ژوند ښې او ترخې خاطرې له ځانه سره لیکي.

دا کار هلکان هم کوي.

لیکوالان په دې باور دي، چې د خاطرو لیکل د نثر له ښه ښکلا سره ډېره مرسته کوي.