د کندهار په شاوليکوټ کې د يو سپين ږيري جسد موندل شوی

ارشیف

یوه سرچینه وایي چې د کندهار د شاه وليکوټ ولسوالۍ په حسنزو سیمه کې د یوه سپين ږيري جسد چې نیم ژویو خوړلی موندل شوی دی.

د دې سپین ږیري د مړینې لامل، هويت او خپلوان يې نه دي معلوم او دا مهال یې جسد د شاه وليکوټ ولسوالۍ په روغتيايي کلينيک کې پروت دی.

د کندهار لپاره د طالبانو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.