پر اوکراين د روسيې د يرغل ۵۰۰مه ورځ؛ زیلینسکي اوکرايني سرتېري وستايل

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي پر اوکراین د روسیې د یرغل د پنځه سوه ورځو پوره کېدو په مناسبت د خپل هېواد زړور سرتېري وستایل.

په همدې حال کې د روسیې د توغندیو په تازه حمله کې د اتو ملکي کسانو له مړینې سره دغه جګړه بیا سخته شوې ده.

زیلینسکي دا خبره په هغه ویډیو کې کړې چې په نامعلوم وخت کې د تور سمندرګي په زمیینیي یا مار ټاپو کې چې د روسیې په وړاندې د اوکراین د دفاع د سمبول حیثیت یې خپل کړی، ثبت شوې ده او پرون خپره شوه.

ولسمشر زیلینسکي ویلي چې د بریا له همدې ځایه د تېرو ۵۰۰ ورځو له کبله د خپلو زړور سرتېرو مننه کوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په اوکراین کې د روسیې د جګړې له پیله چې پرون یې ۵۰۰ ورځې پوره شوې، د ۵۰۰ ماشومانو په ګډون تر ۹۰۰۰ زیات ملکیان وژل شوي، خو ګومان کېږي چې واقعي شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي.