روسیه: ناټو دې د زاپوریژیا اټومي بټۍ پر موضوع بحث وکړي

د زاپوریژیا اټومي بټۍ یوه څنډه

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ناټو پوځي تړون دې د اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ پر موضوع په خپله راروانه سرمشریزه کې بحث وکړي.

د دغه وزارت ویاندې ماریا زخارووا نن یکشنبه په ټلیګرام کې دا خبره کړې ده.

په پام کې ده د ناټو رهبران د جولای له یوولسمې تر دوولسمې نېټې پورې د لېتوانیا په پلازمېنه ویلنیوس کې پر ګڼو مسایلو خبرې وکړي، چې په هغو کې په ناټو کې د اوکراین د غړیتوب موضوع هم شامله ده.

زخارووا اوکراین د زاپوریژیا اټومي بټۍ په سیسټماتیک زیانمنولو تورن کړ او زیاته یې کړه، چې د ناټو د سرمشریزې اصلي پام باید دې موضوع ته وي.

روسیې د ۲۰۲۲م کال په مارچ میاشت کې پر اوکراین د یرغل په لومړیو کې پر دغې اټومي بټۍ ولکه ټینګه کړه.

د اوکراین د دې اټومي بټۍ د خوندیتوب په اړه وروسته له هغې اندېښنې ولاړې شوې چې اوکرایني چارواکو په دې بټۍ کې د روسیې له خوا د منفجره موادو د ځای پر ځای کولو ادعا وکړه.