د افغان - چاينا شرکت په سرپل کې د تېلو د استخراج چارې پيل کړي

د افغانستان په عمومي نقشه کې د سرپل ولایت موقعیت

د افغان- چاینا په نوم شرکت د سرپل ولایت د تېلو له څاګانو څخه د تېلو استخراج چارې پیل کړې دي.

باختر خبري آژانس چې طالبان یې اداره کوي پرون خبر ورکړ چې نوموړي شرکت د سرپل ولایت د قشقري سیمې له دولسو او د آق دریا سیمې له دوو څاګانو څخه د تېلو استخراج پیل کړی، خو آژانس یې دقیقه نېټه نه ده ښودلې.

له دې مخکې د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویاند ویلي وو چې د افغان چاینا شرکت د روغتیا او د برښنا او سمنټو د تولید په برخو کې شاوخوا ۳۵۰ میلیون ډالره پانګونه کوي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته چې دا هېواد له نجونو او ښځو سره د طالبانو د حکومت د چلند په خاطر د نړیوالو له بندیزونو سره مخامخ دی، چین په افغانستان کې خپلې پانګونې زیاتې کړې دي.