د افغانستان پیرکیو د نړۍ دودیزو خوړو د معرفۍ سیالۍ کې دېرشم مقام خپل کړی

ارشیف

په کابل ښار کې د پیرکیو پلورنکي مطیع‌الله وايي، د سهار له شپږو بجو د شپې تر لسو بجو پورې د کابل ښار په منډوي سیمې کې بولاني خرڅوي او له همدې لارې یوه مړۍ روزي پیدا کوي.

نوموړی وايي: "یو رقم د کچالو دي بل د ګندنې دي، خلک د کچالو دا ډېرې خوښوي، د ګندنې متوسط خوړل کېږي، مصاله شیان هم په‌کې اچوي، د پیرکیو سره چکني او شړومبې ښې خوړل کېږي، هوا ګرمه ده نو اوس شړومبې ډېرې خوړل کېږي، بیا په شړومبو کې بادرنګ او ويلنی اچوو، د ورځې زه د دری سوه، څلور سوه افغانیو پیرکي خرڅوم."

حسیب الله د کابل ښار په منډوي سیمه کې د پلاستیکي توکو دوکان لري او د پیرکیو خاص مینه‌وال دی.

هغه وايي، په اوونۍ څو څو ځلې پیرکي خوري په خبره یې هم یې پیرکي خوښېږي او هم د نورو خوړو په پرتله ورته ارزانه تمامېږي.

نوموړي ازادي راډيو ته وویل: "پیرکي خوندور خواړه دي، زموږ اقتصاد هم کمزوری دی، همدلته مې دوکان دی، لنډ د پیرکیو کراچۍ ته راځم، دا یې ښه خوندور او پاک هم پخوي، له ده یې تل اخلم."

پیرکي یوازې د افغانانو بازاري خواړه نه دي، بلکې ډېر په کورونو کې هم پخېږي، په ځانګړي ډول په روژې میاشت کې ډېری افغانان په روژه ماتي کې د پیرکیو خوړل خوښوي.

ښاپېرۍ د خوست ولایت اوسېدونکې ده.

هغه وايي، د دې او د کورنۍ د نورو غړو یې پیرکي ډېر خوښېږي، خو د اوړي په پرتله یې په ژمي کې ډېر پخوي او په خبره یې په روژه کې خو یې هره ورځ پخوي.

ښاپېرۍ د پیرکیو د ډولونو او ډیزاینونو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "پیرکي د موږ د خوښې خواړه دي، موږ یې په ژمي کې ډېر پخوو، ډول ډول یې پخوو، د کچالو، پیاز، غوښې، ګندنې، کدو، نو موږ یې کله په داش کې بې غوړو پخوو او کله هم په غوړیو کې خو ډېر خلک یې غوړیو کې پخوي. زما د کورنۍ هم د غوړو بولاني ډېر خوښېږي، ځکه خوند یې ډېر وي او ډول ډول ډیزاینونه ورکول کېږي، کله ګرد، کله اوږد او کله درې کونجه، موږ یې په داش کې تل درې کونجه پخوو او مېلمنو لپاره بیا ډېر ډیزاینونه ورکوو."

خو ډېری افغانان بیا د تناره پیرکي ډېر خوښوي.

د یادونې ده چې تازه د افغانستان پیرکیو د نړۍ د دودیزو خوراکونو د معرفۍ په سیالۍ کې دېرشم مقام خپل کړ.

که څه هم په افغانستان کې دننه به چاته افغاني بولاني یا پیرکي ساده خواړه ښکاري، خو اوس یې د نړۍ د ګڼو هېوادونو پام ځان ته اړولی دی.

ټېسټ اطلس، په ۲۰۲۳م کال کې د نړۍ د سلو دودیزو ډوډیو په انلاین معرفۍ کې د افغانستان پیرکي په دېرشم مقام کې راوستلی دی.

د خوراکي توکو په دغه وېبسایټ کې ویل شوي چې، دغه درجه بندي د څه باندې څلور زره هغو کسانو د نظرونو او رایو پر بنسټ برابره شوې، چې د وېبسایټ واقعي کاروونکي یا یوزران دي.

د دې وېبسایټ د افغانستان په برخه کې د بولاني تر څنګ د افغانستان نور مهم خوراکونه لکه قابلي پلو، منتو، جلبي، د بانجانو بوراني، ګوش فیلو، د کدو بوراني، اشک، ماش اوه (آبه)، چوپان کباب، اش او نور خلکو ته معرفي شوي دي.