ملګرو ملتونو يو شمېر افغان نجونو ته کاري زمينه برابره کړې

ارشیف

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویه کمېشنري وايي، ګڼو هغو نجونو ته یې هم د لاسي کار زمینه برابره کړې، چې له شپږم ټولګي پورته له نورو زده‌کړو محرومې پاتې دي.

دغې ادارې نن په خپل ټویټر کې خبر ورکړی، چې د افغان ښځو د مهارتونو د ودې د سازمان په همکارۍ یې د بې‌ځایه شویو کسانو لپاره د بلخ ولایت په امېد فردا ښارګوټي کې د ګلدوزۍ یوه پروژه پیل کړې ده.

د دې ادارې د ټویټونو له مخې یو ټوکر چې د څو اوونیو لپاره ګلدوزي ورباندې وشي، په مرسته یې دغه ښځې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ افغانیو عواید ترلاسه کوي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې له بیا ټینګولو وروسته پر ښځو او نجونو خپلو محدودیتونو ته دوام ورکړی او هغه ښځې هم له کارونو محرومې شوي، چې د کورونو سرپرستې ور ترغاړې ده.